
د ایکنانیوز د قم د خبریال د راپور له مخې، د قرآن کریم د عمومي سیالیو د ۴۸ پړاو د نهائي مرحلې درېیمه ورځ، چې د قرآن کریم معارف، نهجالبلاغې،صحیفه سجادیې او نړیوالې برخې ته ځانګړې شوې وه ـ د جامعةالمصطفی(ص) العالمیه د نړیوالو طلبه ؤ او محصیلینو ترمینځ ـ د قم د اوقافو او خیریه چارو د ادارې په بلنه، د امامزاده سیدعلي(ع) د مقدس آستان د کنفرانس په هال کې ترسره شوه.
د مېرمنو په برخې کې چې د پنجشنبې ماښام ترسره شوه، لس سیالانو سره سیالۍ وکړه.
همدارنګه، په نړیواله برخه کې د مالی او افغانستان له هېوادونو څخه دوه ګډونوالې ـ میرمن حوا ساوا او میرمن سمیه صداقت ـ د قرآن کریم په تفسیر کې په خپلو کې سره سیالۍ وکړې.
د دې له امله چې مېرمنې،د ښځې،مېرمنې او مور په توګه مهمې دندې او مسوولیتونه لري، په سیالیو کې د هغوی شتون د پام وړ و،او ډېری مېرمنې له خپلو کوچنیانو او وړوماشومانو سره ګډون ته ورغلې وې.
په دوهم پړاو کې،چې د معارفي عمومي سیالیو د سړیو لپاره ځانګړی شوی ؤ ، لس کسانو په خپلو کې سره سیال شول.
هر څومره چې د سیالیو وروستیو شېبو ته نېږدې کېدو،ستر په بېساري ډول له خلکو ډکېد،او که څه هم اضافي څوکۍ ځای پرځای شوې وې، بیا هم ګڼ شمېر کسان ولاړ یا پر زینو یا پوَړیو ناست د سیالیو لیدونکي وو.
همدارنګه، په نړیوالې برخې کې د قرآن کریم په تفسیر کې دوه کسان له چاډ او ساحل عاج (ایوری کاسټ )هېوادونو، یو کس د صحیفه سجادیه په نړیواله برخه کې له افغانستانه او یو بل کس په نړیواله برخه کې د نهجالبلاغې له همدغه افغانستانه سره سیالي وکړه.
د قرآن کریم د عمومی سیالیو د ۴۸ پړاؤ د معارفي برخې وروستۍ مرحله د لیندۍ له ۱۰ تر ۱۶ نېټې پورې د قم ولایت په کوربتوب او د امامزاده سیدعلي(ع) د تالار په کنفرانس ځای کې د سړیو او ښځو په دوو برخو کې روانه ده.
https://qom.iqna.ir/fa/news/4320953